1.The Opening

  1. د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
  2. ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
  3. ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
  4. د بَدلې د ورځې مالك دى
  5. مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو
  6. ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه
  7. د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي