109.The Disbelievers

  1. (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو
  2. زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ
  3. او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم
  4. او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى
  5. او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم
  6. تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى