113.The Dawn

  1. (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم
  2. د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى
  3. او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي
  4. او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي
  5. او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي