95.The Fig

  1. قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې
  2. او په طور سینین (غره) باندې
  3. او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې
  4. چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى
  5. بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته
  6. مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى
  7. نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟
  8. ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟