97.The Power, Fate

  1. بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى
  2. او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى؟
  3. د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده
  4. په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره نازلېږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار
  5. (دغه شپه) سلامتیا ده، دغه (شپه) تر سبا ختلو پورې ده